په پکتیکا کې د۵ پاکستانیانو په ګډون ۶۰ طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: په تېره یوه اوونۍ کې د دې ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې تر ۶۰ زیات وسلوال مخالفین وژل شوي.
د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي: په وژل شویو کسانو کې د وسلوالو طالبانو دری مهم قومندانان، ۵ تنه پاکستانیان او د مټاخان ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لوري نومول شوی قاضي هم شامل دی.
چارواکو وویل: وسلوالو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله د پکتیکا ولایت په جاني خېل، یحی خېل، مټاخان، ګومل، سروضه او سروبي ولسوالیو کې د افغان دولت او نړیوالو ځواکونو له لوري په مخامخ نښتو، هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې اوښتې ده.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments