په پکتیکا کې دهوايي ځواکونو په عملیاتو کې ۸ طالبان وژل شوي

comments 0

1 Views

تیره شپه طالبانو د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ د کرمو پر پوسته ډلیز برید وکړ چې نښته رامنځته شوه چې د نښتې په ترڅ کې ۲طالبان ټپیان شوي او همداراز د یادې ولسوالۍ د شنکي په سیمه کې هوایي عملیات ترسره شوې چې په نتیجه کې ۳ترهګر وژل شوي او ۱ ټپي دی، همداراز ددطالبا وسلوالو ۲ موتر سایکلونه هم له منځه تللي دي.
بل خوا د مرکز شرنې اړوند د اتش پر پوسته هم دشپې ناوخته ترهګریز برید شوی چې ورپسې هوایي عملیات تر سره شوي او د عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې ۱ تن طالب وژل شوی او ۱ بل ټپی شوی او د دې تر څنګ په یادو عملیاتو کې ۱۰ کړي بیلا بیل ماینونه هم له منځه تللی دي..
د یادونې وړ ده چې په نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments