په پکتیکا کې درې تنه طالبان د ماین خښولو پر مهال نیول شوي

comments 0

23 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا امنیتي چار واکي وایي چې تېره ورځ د پکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالۍ درې تنه طالب وسلوال چې غوښتل یې د سرک له غاړې سره ماینونه ځای پر ځای کړي او خونړۍ پېښه رامنځ ته کړي نیول شو یدي.
دپکتیکا ولایت امنیتي چارواکي زیاتوي چې افغان سرتیري به هیڅکله به ترهګرو ته اجازه ورنه کړي، چې دولس او خلکو ژوند ته ګواښ پیښ کړي، همدا راز امنیتي مسولین وایي چې له شته امکاناتو به ګټه واخلي ترڅو دخپلو ولسونو دفاع په ښه شکل سره وکړي.
چارواکي وایي چې یاد کسان به له پوښتنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments