په پکتیکا ولایت کې ۶۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

15 Views

هندوکش ـ پکتیا: د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، چې ۶۵ وسلوال طالبان په وازې خوا ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو د برید پر مهال وژل شوي دي.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وايي، چې طالبانو تېره شپه ناوخته د وازې خوا ولسوالۍ پر مرکز ډله‌ ییزې حملې وکړې، خو د ده په وینا د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي حملو کې ۶۵ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
ښاغلی ارین زیاته کړه، چې یادو نښتو او هوايي بریدونو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندي اوښتی.
طالبانو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه ‌دي ویلي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments