په پکتیکا ولایت کې د جمهوریت او افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړغونده ترسره شوه

comments 0

3 Views

هندوکش ـ پکتیکا: د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې قومي مشرانو،دیني عالمانو،میرمنو،ځوانانو او د یاد ولایت ملکي او نظامي چارواکو د یوې سترې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د جمهوریت او افغان ځواکونو په بشپړ ملاتړغونډه وکړه.
په یاده غونډه کې د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني د یاد ولایت قومي مشرانو،ځوانانو تل د نظام ننګه او ملاتړ کړی دی او په دې برخه کې د یاد ولایت مشرانو مېړاننه یې ستایلې ده.
نوموړی وايي، چې په هېواد کې د روان نظام ملاتړ په کار ده ځکه اوسنی روان نظام د ولسونو پوره ساتنه کړې او خلکو ته یې دښه او هوسا ژوند زمینه برابره کړې ده.
څمکني د پکتیکا له ولسونو غوښتنه کړې، چې د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ د نظام ملاتړ وکړئ ترڅو په هېواد کې روان بد وضعیت له منځه لاړشي او هېواد له شته بدبختیو او ورانکارو فعالیتونو څخه وژغول شي.
په یاده غوڼده کې د پکتیکا ولایت قومي مشرانو او ځايي اوسیدونکو مرکزي دولت او ولایتي ادارې ته د پراخې همکارۍ ژمنه وکړه او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل، چې په اوسنیو حالاتو کې سولې ته لومړیتوب ورکړئ.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments