په پکتیکا ولایت کې دیرشو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

3 Views

هندوکش – پکتیکا: دپکتیکا ولایت په دریو ولسوالیو مټاخان ،ورممي،اوزیړوک ولسواليو کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې دیرشو طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، په یاده مرګ ژوبله کې دطالبانو دولسوال مرستیال هم په کې شامل دي.
دپکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې دپکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې دطالبانو دنظامي مسول په ګډون نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،او دوممې په ولسوالۍ کې دطالبانو دولسوال په ګډون اته تنه طالبان وژل شوي دي، همدا راز دپکتیکا په زیړوک ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې دیارلسوتنو طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، چارواکي وایي چې په عملیاتو کې ګڼ شمیرمهمات او وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments