په پکتیا کې طالبانو لخوا تړل شوي درې ښوونځي بیرته پرانیستل شول

comments 0

3 Views

هندوکش – پکتیا: په پکتیا کې سیمه ییز چارواکي وایي چې، د ښوونځیو پرانیست له امله ۱۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه او بېرته ښوونځي ته لاړل.
د وازیخوه ولسوالۍ د شاګي او شامردان منځي او لومړني ښوونځي چې له تیرو څو کلونو راهیسې د یو لړ لا ملونو له امله ټرل شوي وو، بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي.
د سرچینې په حواله دغه ښوونځي د پوهنې ریاست، ولایتي مسوولینو، دسيمې قومي مشرانو او ښوونځیو شوراګانو په هلو ځلو بېرته پرانېستل شوي، چې څه باندې ۱۵۰۰ زده کوونکو ته پکې د زده کړو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د پکتیکا د پوهنې سرپرست رییس محمد نسیم واجد د یادو ښوونځیو پر بیا فعالېدو خوښي څرګنده کړه او له اوسېدونکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان ښوونځیو ته وهڅوي او د ښوونځیو په فعال ساتلو کې همکاري وکړي.
عمران احمدزې.

Share this page to Telegram

Comments