په پکتیا کې د طالبانو ځای پر ځای شوي ماین یو ماشوم ووژه

comments 0

2497 Views

هندوکش – پکتیا: په پکتیا کې پرون د ماین په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه زخمیان شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته ویلی چې چاودنه په ګردېز کې شوې ده.
عبدالله حسرت زیاته کره: “د ګردېز ښار د ابراهیم‌خېلو په کلي کې د دښمن د ماین په چاودنه کې یو ۶ کلن ماشوم شهید او یو ۸ کلن او بل ۴ کلن ماشوم زخمي شوی دی.”
حسرت ادعا وکړه چې وسله‌والو طالبانو د احمدابا په ولسوالۍ کې یو ملکي وګړی د کرکټ د لوبې په وخت ویشتی او وژلی دی. د پکتیا د والي ویاند همداراز ویلي چې د روحاني بابا په ولسوالۍ کې څلور وسله‌وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل او زخمیان شوي دي.
وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دې کړي.
سرچینه: آزادی رادیو

Share this page to Telegram

Comments