په پکتیا ولایت کې ۶ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

5 Views

هندوکش ـ پکتیا: د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره ورځ ناوخته د یاد ولایت په احمد خیلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۶ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي زیاتوي، چې طالبان هڅه کوي د پکتیا ولایت امنیتي وضعیت او خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي ولسونو ته ډاډ ورکوي، چې هیڅکله به ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د خلکو ژوند وګواښي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکي د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ د طالبانو پرضد د پراخو عملیاتو غوښتنه وکړه.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments