په پکتيا کې په خپل منځي ستونزه کې د حقاني شبکې مهم قومندان وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ګرديز: په پکتيا کې پرون ماسخوتن ناوخته د حقاني شبکې يو مهم قومندان د خپل منځي ستونزو له امله د وسله والو طالبانو تر منځ په لاس په لاس نښته کې وژل شوی دی. پيښه پرون شپه ناوخته د ځاځي اريوب ولسوالۍ په روکيانو کلي کې شوې.
يوې باوري سرچينې له سيمې څخه د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش ته وويل:« ستونزه بیا هم د روسانو او طالبانو تر منځ پر اړیکو او په روژه کې په روانو وحشتونو وه، بحث په دې ډير تود شو چې ولې بريدونه حقاني شبکه کوي او مسولیت يي بیا داعش پر غاړه اخلي او له همدې امله اول لاس په لاس نښته وشوه او وروسته د يو بل قومندان کسانو حيات میر لومړی وتاړه او بیا يي پوره ديرش ډزه و ويشت.» حيات مير د روکیانو د ملافتح د کلي اوسیدونکی وو او له حقاني شبکې سره ډير نيږدې وو خو په وروستیو کې يو ډول محسوسه شوې وه چې له يادې شبکې سره ستونزې لري. د روکيانو سيمې يو اوسيدونکي چې د پيښې ځای ته نيږدې وویل:« د زرمت د سرې خطې د طالبانو مسولین مازديګر را پيدا شول، په يوه حجره کې دوی او حيات میر سره ديره شول، روژه ماته شوه،ټوکې ټکالې وې، بحث سياست ته ولاړ بحث را ګرم شو او يو وارې د سرې خطې قومندان خپلو کسانو ته وويل چې حيات میر وتړي، موږ فکر کاوو کيدای شي ټوکې به کوي خو يو وارې ضربه وشوه چې ورغلو دا نور طالبان په وتو وو او په مرميو سوری سوری حيات میر په غولي پروت وو.»
دا په داسې حال کې ده چې له سره يو ځای څو ورځې مخکې د کاکي په نوم د وزیرستان د ټل اوسيدونکی پاکستانی قومندان هم چې حقاني شبکې ته ژمن وو و وژل شو او لومړی ويل کيدل په خپل بم الوزول شوی دی خوپه خوست کې کره سرچينو ويلي دي چې نوموړی په بمونو الوزول شوی دی او په دې اړه کره اسناد هم شته دي.
په پکتيا کې ويل کیږي د حقاني شبکې د قومندانانو تر منځ په وروستیو کې ستونزې ډيرې شوي دي چې ستر لامل يي له روسانو سره د حقاني شبکې او کوټې شورا نيږدې والی او بیا په پاکستان کې د بريدون تر طرحې وروسته يي مسولیت نه منل او دا بریدونه په داعش ور تاوانول دي.
ابراهیم خوستې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *