په پکتيا کې پنځلس تنه چې پولیس او ملکي وګړي پکې دي شهيدان شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ګرديز: د پکتيا په مرکز ګرديز کې نن د طالب ترهګرو په يو بريد کې پنځلس تنه چې پولیسان هم پکې دي شهيدان شوي دي.

په دې بريد کې ۱۵۰ تنه چې ډير يي ملکي وګړي دي ټپيان شوي دي.

په سیمه کې امنيتي سرچينې وايي چې برید د یو ټانګ پر مټ شوی دی او تر بريد وروسته بریدګرو هر لوري ته څوک چې په مخه ورغلي دي په شهادت رسولي او يا يي ټپيان کړي دي.

په مرکز ګرديز کې  يو تن عيني شاهد وايي:« لسګونو ملکي وګړي د خپلو ستونزو دحل په خاطر امنيه قومندانۍ ته راغلي وو لس بجې وې چې لومړی چاودنه وشوه او وروسته مخ پټو وسله والو په دروازه کې هر لوري ته د ډزو په کولو او د خلکو په وژلو پيل وکړ.

ناتاييد شوي خبرونه وايي چې په پيښه کې د پکتيا امنیه قومندان توریالی عبدياني هم شهيد شوی دی خو د نوموړي د شهادت خبر امنيتی سرچينو نه دی تاييد کړی.

د تیر په څير ددې بريد مسولیت هم طالب ترهګرو پر غاړه اخیستی دی.

سعيد الله احمدزی ـ ګردیز

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *