په پکتيا کې يو ځانمرګی بریدګر تر بريد مخکې ونيول شو

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ګرديز: په پکتيا کې د ملي امنيت رياست منسوبينو ځانمرګی بريدګر موخې ته تر رسیدو مخکې نيولی دی.

د ملي امنيت رياست له لوري هندوکش ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوی بريدګر رضا خان نوميږي.

په وفادار مشهور رضا خان هم په لومړنیو څيړنو کې خپل جرم منلی دی.

نوموړي ويلي دي:« په ټل کې مې پوځي زده کړې دي او د حقاني شبکې له لوري په مرکز ګرديز کې بريد ته ګمارل شوی ووم.»

نيول شوی کس وايي:« نقیب الله په شبګير مشهور وو، د لوګر وو، ټل ته ولاړو د اوزګړي له سيمې هلته راته زده کړې راکول شوې، دولس تنه وو، اول راته تقريرونه وشول،دومره جدي شو چې ملګرو به مو ګيلاسونه ماتول، بیا يي کارتونه راکړل،په هغه لیکل شوي وو چې اسلامي امارت او موږ به په ټول پاکستان کې آزاد ګرځيدو، موږ ته يي ويل چې په ګرديز کې په زندان کې زیاتی کيږي، په بګرام کې ښځې دي، هغه زموږ خوندي دي دوی باید آزادې شي، زموږ عقيده يې جوړوله، يونس نوميده،مسطير يي تخلص وو د ازبکستان وو، په عربي به يي خبرې کولې، د وسلې ټرنينګ يي راکاوو او څو ورځې وروسته يي لونګۍ راوړه چې کلیمه پرې لیکلې وه له موږ يي انځورونه واخيستل او بیا يي سيد کرم بازار ته نارسیده راوستم او همدلته ملي امنيت ونیولم.»

د ملي امنيت رياست د خبرپاڼې له مخې:« رضاخان د ضابط خان زوی دی او په ټل کې يي پوځي زده کړې کړي دي.»

ياده دې وي چې په وروستیو کې پر طالبانو کړۍ را تنګه شوې او د ولس په منځ کې يي هم خپل رسوخ وروسته له هغه له لاسه ورکړ چې له ایران او روسيي سره يي د اړيکو پټ راز افشا شو.

روسانو ويلي دي چې طالبانو له دوی سره د لیدنې پر مهال له روسيي څخه پيسې غوښتي دي.

Share this page to Telegram

Comments