په پښتو ژبه د هندي سینما د مشهورې لوبغاړې پریټي زینټا پیغام

comments 0

1 Views

د بالیووډ اداکارې په پښتو ژبه ویډیي پیغام شریک کړی او ویډیو ته یې سرلیک هم لیکلی.
په ویډیو کیپشن کې پریټي زینټا لیکلي:
“د آی پی ایل هر فصل کې، زه د فرصتونو په لټه کې یم، چې له کرکټ څخه علاوه یو څه نوي زده کړم.“
نوموړې زیاته کړه
“دا ځل ما د ښکلې ژبې د ویلو هڅه کړې. که کومه تېروتنه مې کړې وي، نو بښنه یې غواړم.“
په پښتو ژبه کې د اداکارې پریټي زینټا ویډیي پیغام په ټولنیزو رسنیو کې له کورونا وایروس څخه د ځان‌ساتنې په‌پار یو مثبت او ښه پیغام دی، په داسې حال کې چې د کاروونکو لخوا هم ښه ستایل شوی او ډېر نشر هم شو.
هندوکش

Share this page to Telegram

Comments