په پچه وختل کشمیر یې ولید / نوید احمدڅرک

comments 0

0 Views

طالبان چې له کلونو جګړې سره ـ سره نړۍ ورته هیڅ ارزښت نه ورکو او په اصل کې د ارزښت وړ هم نه و، خو افغان حکومت له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان جګړه سیمه ییز او نړیوال بعدونه لري او باید سولې او جماع ته د رسیدو لپاره خپلې مرستې وکړي.

طالبانو ته په قطر کې دفتر ورکول شو، یو شمېر مشران یې د پېښور، کویټې، اسلام اباد او کراچۍ څخه راټول شول چې ګوندې نور د افغانانو د سولې غږ ته لبیک ووايي او هغه جګړه بس کړي چې ګټې یې بهرنیان وړي او قرباني یې افغانان ورکوي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې د افغان حکومت په موافقه پیل شوې، د دې خبرو یو شرط دا و چې طالبان به اوربند او مخامخ خبرو ته غاړه ږدي او د افغانستان جګړې حل ته به یو سیاسي حل لاره ګوري.

په دې تړاو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زلمي خلیلزاد لومړنۍ دریځ ډاګیز و چې ویلي یې و (( په هیڅ موضوع باندې هوکړه نه کیږي، تر څو چې ټولو موضوعاتو باندې هوکړه نه وي شوي)) ټول موضوعات چې د بحث وړ و، څلور موضوعات و (( د بهرنیو ځواکونو وتل، له افغانستان څخه امریکا ته نه ګواښ، بین الافغاني مذاکرات، اوږدمهاله اوربند))

د دوحې شپږ پړاوو خبرو پایله بالاخره هیڅ شوه، لامل دا و چې د جګړې اصلي اړخ چې افغانان او افغان حکومت دی، له پامه وغورځیدل او طالبانو هڅه وکړه چې یواځې له امریکا سره د بهرنیو ځواکونو په وتلو هوکړې ته ورسیږي او یو ځل بیا په افغانستان کې طالبانیزم ته لار برابره کړي، هغه نظام چې د افغانانو یې له نوم کرکه کیږي.

طالبانو مشران چې له کلیو او سرایونو څخه د قطر بیلډنګونو کې میشت شول، داسې یې و انګیرله چې ګنې د دوی ستیج لوړ شوی، نو ځکه یې لوړې او له امکان لیرې وړاندیزونه وکړل چې ګنې د سولې په بدل کې به یې ترلاسه کړي.

خو داسې نه ده، ځینې هېوادونو په لوی لاس طالبانو ته یو ستیج برابر کړ، په داسې حال کې چې ټوله نړۍ پوهیږي چې دا یوه ترهګره ډله ده چې د افغانانو تر څنګ بهرنیو هېوادونو ته هم ګواښ پيښولی شي.

که طالبان ښه و، نو بیا ولې امریکا یې نظام ړنګ کړ، خو ښکاره وه چې دا ډله هغه وخت هم سیمې او نړۍ ته ګواښ وه او اوس هم  ګواښ ده، ځکه د دې ډلې ترشا بهرني استخبارات لاس لري او د امکاناتو او پيسو په بدل کې هر ځای کرایه قتلونه کوي.

د دې تر څنګ افغانستان کې کلونه ترهګرۍ ته طالبانو بستر برابر کړی او په دې جګړه کې سلګونه زره افغانانو قرباني ورکړې ده، نو له طالبانو سره هر ډول معامله به د بهرنیو ځواکونو او افغانانو قربانیو ته سپکاوی وي.

نړیوالې ټولنې او امریکا له افغان حکومت سره کلونه کار وکړ چې ترهګري له منځه یوسي، اوس چې افغان ځواکونو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره وړتیاوې او امکانات پيدا کړي، له طالبانو سره د سولې په نوم هر ډول معامله به د دې هېواد او نورو هېوادونو لپاره په ګټه نه وي.

طالبانو تحریک چې د جګړې او تاوتریخوالي لپاره رامنځ ته شوې بهرنۍ پروژه ده، هیڅکله د چا ملګری کیدلی نه شي، ځکه هره پروژه يي ډله چې هر کله ښه ډونر پیدا کړي، د همغې لپاره کار کوي او بیا هیڅ ډول هوکړو او اصولو ته ژمن نه پاتې کیږي.

طالبانو چې مسکو غونډه کې ولیدل چې یو شمېر غرضي سیاسیون ورسره خبرې کوي، نو بیخي له ځان تمه ډيره شوه، په داسې حال کې چې طالب اوس د جګړې په ډګر کې بیخي په بد او د له منځه تللو په حال کې دی.

که سږ کال طالب سوله وکړي، ښه خبره ده، داسې سوله چې افغانان یې غواړي او که سوله و نه کړي، سږ کال یې د له منځه تللو وروستی کال دی او بیا به هیڅکله دا ډله د لویو بریدونو او مخامخ جګړې توان و نه لري.

نو امریکا او نورو هېوادونو ته پکار ده چې طالب ته دې دومره ارزښت نه ورکوي لکه څومره چې اوس ورته ورکول کیږي، ځکه د جګړې اصلي اړخ افغانان او افغان حکومت دی او هغه څه باندې چې دوی هوکړه و نه کړي، هیڅ اړخ له طالبانو سره معامله نه شي کولی.

Share this page to Telegram

Comments