په پروان ولایت کې په ترهګریز برید کې زیانمنو کورنیو سره مرسته ترسره شوه

comments 0

115 Views

هندوکش ــ پروان: د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې له ۸۰ زیانمنو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
د یاد ولایت چارواکي وايي، چې ترسره شوې مرسته کې اوړه، بوره، غوړي، وریجې او یو شمیر نور اړین توکي شامل وو، چې د یو لوړپوړې هیت په شتون کې په اړمنو او زیانمنو کورنیو باندې په شفاف ډول وویشل شول.
چارواکي زیاتوی، چې له مرکزه راغلي پلاوي سره یوځای د یاد ولایت روغتون ته لاړو او د پیښې دټپیانو په لیدو سره مو له نغدي مرستې هم ترسره کړې.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments