په پاکستان کی 38 افغانان د خپلواکي نماځلو په تور نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان او افغانستان ځيني رسنۍ خبر ورکوي چې، پاکستاني پولیسو لسګونه افغانان په پېښور ښار کې د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو په تور نیولي دي.
د رسنیو په وینا، د ښار د یوه اوسېدونکي د شکایت په نتیجه کې په لومړي سر کې ۹ تنه هغه مهال ونیول شول چې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت یې د افغانستان بیرغونه ګرځول.
دغه پولیس وایي، ۲۹ کسان نور وروسته د سړک د تړلو په تور ونیول شول.
پولیسو ویلي چې دغه کسان به یوې سیمه ییزې محکمې ته حاضرېږي.
په پېښور کې د پولیسو د قوماندانۍ ویاند عنایت علي رسنیو ته ویلي چې دغو افغانانو د اصولو پر خلاف د خپلو مراسمو لپاره اجازه نه وه اخستې.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments