په پاکستان کې اعتراضونه: سیاسي ګوندونه د عمران خان استعفا غواړي

comments 0

185 Views

هندوکش ــ پاکستان: د اوپوزیسېیون ګوند پيپلز پارټۍ شريک مشر، بلاول بوټو زرداري وايي چې لومړی وزیر عمران خان به ډېر ژر ليري شي. هغه زياته کړه چې عمران خان د اوپوزیسېیون غلي کولو او د حکومت نااهلۍ پټولو لپاره د دروغو مقدمې جوړې کړې دي.
د پيپلز پارټۍ مشر او پخوانی ولسمشر، اصف علي زرداري او مسلم ليګ (ن) مشر او پخواني لومړي وزیر نوازشريف د خپلو ګوندونو د ځينو نورو مشرانو سره د درغليوو په هغو کېسونو کې په زندان کې دي چې دوی یې د حکومت سازش بولي. دوی د جمعيت علمای اسلام ګوند د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ اوپوزیسېیون سياستواالو روانو مظاهرو ملاتړ کړی دی. د مولانا په وېنا د تحريک انصاف حکومت په درغليوو راغلی او وزيراعظم عمران خان دې استعفی ورکړي. حکومت او ټاکنو کمیسیون دا ردوي.
عمران خان تور لګولی چې اوپوزیسېیون ګوندونه پر ده د فشار په اچولو سره غواړي ځان د درغليوو له قضیو خلاص کړي. نوموړي د اکتوبر په اته ويشتمه په نانکانه کې يوې غونډې ته وويل چې د مخالفو سياستوالو فشار ته به سر ټيټ نه کړي.
نوموړي وويل چې بندي نوازشريف او اصف زرداري ته د حکومت له خوا پوره طبي اسانتیاوې برابرې شوي دي خو دی د چا د ژوند ضمانت نه شي ورکولی. نواز شريف دا مهال له زندانه د درملنې لپاره خوشي شوی او په روغتون کې دی. څو ورځې مخکې د هغه صحت ډېر خراب ښودل شوی وو.
په همدې حال کې د اکتوبر په اته ویشتمه په لاهور کې د احتساب عدالت د نوازشريف وراره او د پنجاب پخواني وزيراعلی شهباز شريف زوی، سلمان شهباز ته د تورو پېسو د سپينولو په يوه مقدمه کې د نيولو داسې حکم کړی چې ضمانت یې نه شي کیدای. د نواز شريف لور مريم نواز او د هغې خاوند هم په ورته تورونو په زندان کې دي.
دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments