په ټول هېواد کې به په لسګونو پراختیايي پروژو چارې پيل شي

comments 0

57 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند وايي، چې د دغو پروژو ټولیز لګښت له دوو میلیاردو افغانیو اوړي او په لومړي ځل کوچیان هم ورنه برخمن شوي.
د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې ۲۵۹ پراختیايي پروژې پلي کوي.
د دغو پروژو تړون نن له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شو.
د وزارت د اعلامیې له مخې، په یادو پروژو کې د څښاک د پاکو اوبو، سړکونو، استنادي او محافظتي دېوالونه او د اوبو رسولو د کانالونه جوړول شامل دي.
په اعلامیه کې راغلي، له نویو پروژو به په لرې پرتو سیمو کې ۲ میلیون کسان ګټه واخلي، او له یو نیم میلیون زیاتې کاري ورځې به هم رامنځته کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments