په ټول هیواد کې په ټاکنو کې د ګډون په خاطر د نوم لیکنې بهير پيل شو

comments 0

36 Views

هندوکش ـ کابل: پرون ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او لومړۍ ميرمنې بي بي ګل غني د کابل په اماني لیسه کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنولپاره د نوم لیکنې په پار کارتونه تر لاسه کړل.

ياده پروسه پرون په پلازمېنه او نن د هیواد په ۳۴ ولايتونو کې رسما پرانیستل شوه.

ټول هیواد کړای شي چې د غويي« ثور» مياشتې تر ۲۵ نيټې پورې کارتونه واخلي.

په دې پروسه کې د نوم ليکنې څخه مخکې هر هیوادوال  ښځه او نارينه باید د تابعيت تذکره ولري.

د ټاکنو کميسيون هم وار له مخکې اعلان کړی دی چې د ټاکنیزې پروسې د روڼتيا او ولسي باور د احيا په خاطر به له هرې شونې لارې ګټه واخلي څو راتلونکي ټاکنې رڼې وي.

هیوادوال د هيوادنۍ مينې پر بنسټ باید ټول هغه چې عمرونه يي تر اتلسو کلونو پورته وي يا تر ټاکنو پورې اتلس کلن کيږي باید د رايي ورکړې کارتونه تر لاسه کړي.

ټاکنې چې يو ولسواک بهير دی هر هیواد کړای شي په خپله مربوطه حوزه کې چې دوی پکې ژوند کوي کارت تر لاسه کړي او بیا د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.

د شنونکو په خبره هر هیوادوال باید د ټاکنو، رايي او تابعيت تذکرې په ارزښت پوی شي او پوره يوه مياشت ورکول شوی وخت د هيوادنۍ مينې په پار ضايع نکړي.

په ټولنیزو پاڼو کې هم ددې پروسې لپاره پراخ کمپاين پيل شوی دی.

د لرو پرتو سیمو خلک چې تل يي ددې هیواد په برخلیک ټاکنه کې ونډه لرلې باید خپلې ميرمنې، لوڼې،نګندې او ځوانان وهڅوي چې د رايي کارت واخلي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments