په ټول هیواد کې د ازادۍ ۹۸ کلیزه د جشنونو په نيولو سره ولمانځل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش: د کابل په ګډون د هیواد په ټولو ولايتونو کې تيره شپه هیوادوالو د آزادۍ د بیرته تر لاسه کولو ۹۸ کلیزه د جشنونو، اتڼونو او خوښيو په ترسره کولو سره ولمانځله.

په کابل کې د هندوکش خبریاله سپوږمۍ پوپلزۍ چې د ښار څو سيمې يي کتلي دي وايي چې د کابل په ختيځه څنډه احمدشاه بابا مېنه کې په زرګونو هیوادوال د حبیب الله ځاځي په نوم په تفريحي پارک کې يي دا ورځ د اتڼونو، ويناوو په کولو او نندارو په جوړولو سره ولمانځله.

ددې جشن ګډونوال چې عام هیوادوال، ځوان سياستوال او د ملي شورا غړي وو په خپلو خبرو کې يي د آزادۍ پر ارزښت خبرې وکړې او ويي ويل چې ددې ورځې لمانځل ځوان نسل خپلو مسولیتونو ته متوجې کوي.

د آزادئ د ورځې لمانځونکو هم چې له ملی بیرغونو سره يو ځای دې مراسمو ته راغلي او د غازي امان الله خان انځورونه ورسره وو دا ورځ يي د هیواد لپاره تاریخي ویاړ وباله.

بل لوري ته په ننګرهار کې بیا تر پلازمېنې او نيږدې ټول افغانستانه دا مراسم ډير خوندور دي.

له تیرو لسو ورځو را هيسې د ښار ډيرې سيمې پر ملي بیرغونو پوښل شوي وې او هر لوري ته د غازي امان الله خان انځورونه تر سترګو کيدل.

د ننګرهار اوسيدونکي وايي چې دوی به په ډيره مينه دا ورځ ولمانځي.

ياده دې وي چې له ننه ۹۸ کاله مخکې د زمري په ۲۸ نيټه غازي امان الله خان رسما د افغانستان آزادي د کابل په عيدګاه جومات کې اعلان کړه.
له اعلان سره سم په ټو هیواد کې د آبادۍ او بیارغونې چارې په ډيرې چټکۍ پیل شوې.

غازي امان الله خان دعلم او پوهې د لښکر سرلاری وو او ښځو ته يي ځانګړی درناوی لاره.

انګريزان ددې له ډاره چې بريټانوي هند يي له لاسه ونه وزي د نوموړي پر ضد يي د ملا، پير آغا او… له نومونو په استفادې خپل جاسوسان په افغانستان کې فعال کړل او باالاخره پر نوموړي د بیلابیلوتورونو د لګولو په لړ کې غازي امان الله خان د واک پريښودو ته اړ شو او کندهار ته تر تګ وروسته د ايټاليا په لور روان شو.

په ايټالیا کې يي د عمر تر پایه د هوسا افغانستان ارمان لاره خو باالاخره هلته تر وفات وروسته يي جناره ننګرهار ته راوړل شوه او په ياد ولايت کې خاورو ته وسپارل شوه.

هیره دې نه وي چې سږني مراسم د تیرو کلونو په پرتله بې ساری او شانداره دي او نيږدې هر افغان اوس د غازي امان الله خان پر سپيڅلو ارمانونو پوهيږي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *