په ټاکنو کې د خلکو بې سارې ګډون د ولس د قوي ارادې ښکارندوي وو!

comments 0

0 Views

د ښځو، ځوانانو او سپین ږیرو په ګډون زمونږ میړني ولس د تلي میاشتي په(۶) مه په ولسمشریزو ټاکنو کې د شته ستونزو او ترهګرو ډلو د ګواښونو سربیره هم په پراخه ګچه ګډون وکړ او د رایي په کارولو سره یې د هیواد او ولس پر وړاندې خپل ملي مسوولیت ادا کړ، د دې تر څنګ یې د هیواد او ولس دښمنانو ته خپله قوي اراده په ډاګه کړه چې دغه میړني ولس به هیڅکه هم د خپلو نیکونو په څیر دښمن ته سر ټیټ نکړي او د دوي هر ګواښ ته به کلک غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

   بله دا چې د ځینو مغرضو کړیو او ډلو لخوا هم د خلکو تر منځ داسې ګونګوسي خپاره شوي ول چې په تیرو ټاکنو کې هغه کومې ستونزي چې رامنځته شوي نو په دې ټاکنو کې به خلک به په پراخه کچه ګډون ونکړي، خو له نیکه مرغه چې د یو لړ تخنیکي ستونزو سربیره هم د ولس بې سارې ګډون او په ساعتونو ساعتونو د دوي انتظار تر څو په دغه ملي او سرنوشت ټاکوونکي پروسه کې خپل ملی مسوولیت ادا کړي، چې د خلکو دغې میړاني  د کورنیو او بهرنیو مغرضو ګړیو آرمانونه له خاورو سره خاوري کړل چې د دښمن پر وړاندې  دا زمونږ د ولس او حکومت بله ستره بریا وه چې یو ځل بیایې خپل ملي یووالي نندارې ته وړاندې کړ.

   دا چې د طالبانو،داعش او ورته نورو ترهګرو ډلو او ځینو بهرنیو او کورنیو مغرضو ډلو ټپلو هوډ درلود تر د یو لړ ورانکارو او تروریستی بریدونو او زهرجنو تبلیغاتو په تر سره کولو سره د دغې ملي پروسي مخنیوي وکړي، خو الحمدالله زمونږ د سرښندونکو او میړنیو امنیتي ځواکونو د عوامو خلکو د بې څارې همکارې له امله د دوي هر ډول شوم دسایس او توطیي شنډې او ټاکني د ښو امنیتي تدابیرو له کبله نه یوازې په پلازمینې کابل کې بلکې د هیواد په نورو ولایتونو کې هم په یوه ډاډ منه او سولییزه فضا کې تر سره شوي، د دغو مراسمو د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو سر بیره زمونږ عوامو خلکو هم پراخه ونډه درلوده او دا یې ثابته کړه که چیري خلک له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار او له هغوي  څخه ملاتړ وکړي، نو هیڅ ترهګره ډله که هغه طالب وي او که داعش او یا ورته بله ډله دوي به د افغان ولس آرامه ژوندانه او ملي ارمانونو ته هیڅ ډول زیان ونه رسوي.

  په ولسمشریزو ټاکنو کې زمونږ د ولسوونو یووالې او له امنیتي ځواکونو سره د دوي هر اړخیزو مرستو او ملاتړ دا په ډاګه کړه ، که چیري افغان ولس خپل یووالې، ورورولې وساتي او په ریښتیني توګه له خپلو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي نو هیڅ کله به هم طالب، داعش او ورته نورو افراطي او ترهګري ډلي ونه توانیږي چې زمونږ د خلکو آرامه ژوند له ګواښ سره مخ کړي بلکې تل به همداسې زمونږ د میړنیو خلکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې  ناکامه او شرمیدلي وي.

                                  د یو پرمختللی او یو موټي افغانستان په هیله

Share this page to Telegram

Comments