په ټاکنو ولې بې باوري؟

comments 0

0 Views

لیکوال: سید عبدالله پاچا

حکومت ټینګه اراده لري چې ټاکنو په ټاکل شوې نیټه چې د میزان شپږمه نېټه ده، ترسره کړي او د دې لپاره پوره چمتووالی نیول شوی او زیات شمېر لوی کارونه مخ ته تللي دي.
حکومت ۹۰ میلیونه ډالر د ټاکنو لګښت پرغاړه لري او ۵۹ میلیونه ډالر لګښت اروپايي ټولنې ورکړی چې د ټاکنو لپاره ټول ۱۴۵ میلیونه امریکایي ډالر مصرف اټکل شوی دی، په دې شمېره پيسو کې احتمالي دویم پړاو ټاکنې هم شاملي دي چې له همدې بودجې به ترسره شي.
دا لومړی ځل دی چې حکومت د ټاکنو اکثریت مصارف په غاړه لري او له ملي بودجې یې ورکوي، دغه راز د ټاکنو پروسه هم د افغانانو له لوري مدیریت کیږي او هڅه دا ده چې دا ټاکنې شفاف او سراسري چې افغانان خپل برخلیک په خپله وټاکي.
ټاکنو کمېسیون ته ټول حساس او غیرې حساس مواد رسیدلي، کمېسیون د تشکیل په تړاو هم ډاډ ترلاسه کړی او ځینو بستونو ته یې کسان ګمارلي او نور يې اعلان ته ورکړي دي.
کمېسیون دغه راز ټاکنې په بایو متریک ترسره کوي او د بایو متریک نوې دستګاوې یې هم اخیستي دي او کمېسیون ته رسیدلي دي.
خو له دې ټول چمتووالي سره سره ځینې کاندیدان په ټاکنو بې باوره دي او په تمه دي چې امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې څه پریکړه کیږي چې ټاکنې ځنډیږي او که ټاکنې په خپل وخت کیږي.
خو تراوسه له امریکا سره د طالبانو خبرو کې هیڅ د ټاکنو موضوع نه ده بحث شوې او یواځې د بهرنیو ځواکونو وتلو او له افغانستان څخه امریکا ته د نه ګواښ موضوع باندې بحثونه شوې او په همدې به هوکړه وشي.
که امریکا او نړیوالې ټولنې نه غوښتل چې ټاکنې وشي او یا یې ورسره مخالفت کو، نو بیا نړیوالو مرستندویانو ولې ۵۹ میلیونه ډالر ټاکنو کمېسیون ته ورکړل، د دې تر څنګ د امریکا سفارت ولې ۲۹ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه، تاسو ولیدل چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د بریتانیا سفارت هم د مرستې اعلان وکړ.
افغان ولسمشر په ډاډ سره وایي چې ځینو هېوادونو نه غوښتل چې د ټاکنو مصارف ورکړي او هڅه دا وه چې دا پروسه وځنډیږي، خو دا پروسه له ملي بودجې تمویل کیږي او هیڅ ځنډ پکې د منلو نه دی.
نو ویلی شو چې ټاکنې په خپل وخت کیږي او هر ډول تشویشونه بې ځای دي چې خلک او نوماندان یې کوي.
خلک شپږم د میزان ته په تمه دی چې د رای ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړی.
که څه هم طالبانو د دې ولسوالې پروسې پروړاندې د ننګونو او ګواښونو خبر ورکړی، خو تاسو به لیدلي وي چې هر کال طالبان هڅه کوي دا پروسه له ستونزو سره مخ کړي خو افغان ځواکونه اجازه او موقع نه ورکوي.
افغان ځواکونو دا ځل بیا ډاډ ښودلی چې د څه باندې پنځه زره مرکزونو امنیت ساتي او په دې برخه کې هیڅ ستونزه نه لري، هغه مرکزونه چې له نسبي ګواښ سره مخ و شاخوا سیمو کې یې عملیات شوي او ګواښونه له منځه تللي دي.
نو ټاکنې کیږي، دښمن به تبلیغات کوي، د دې تر څنګ هغه نوماندان هم د ټاکنو پروړاندې تبلیغات کوي چې پوهیږي ټاکنې نه شي ګټلی او هڅه ی دا ده چې دا پروسه سبوتاژ کړي.

Share this page to Telegram

Comments