په ولسمشریزو ټاکنو کې شاوخوا ۱۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

3900 Views

هندوکش: د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ د ۱۱۳ حملو په پایله کې لږ تر لږه 9 ملکیان وژل شوي او ۹۰نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو تر مخه، طالبانو د۶۴ بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دي.
په عین وخت کې ، د افغانستان ملي امنیت ریاست راپور ورکړی چې ۳۴ ترهګر په ټول هیواد کې د امنیتي ځواکونو لخوا د رایې ورکونې په مرکزونو د برید په پایله کې وژل شوي دي.
پرون شنبه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شوې، چې تر ډېره بریده دغه ټاکنې د هېوادوالو، او د نړیوالو له هر کلي سره مخ شوي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments