په وردګو کې د حقاني شبکې په دوو مهمو مرکزونو کې ۲۰طالب ترهګر وژل شوي (ویدیو)

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ميدان ښار: په میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ پرون شپه د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له لوري په شویو عملیاتو کې د حقاني شبکې شل وسله وال ترهګر وژل شوي دی.

ياد عملیات چې په موخه ایز ډول ترسره شوي دې د طالبانو دوه مهم مراکز پکې په بشپړ ډول له منځه تلي دي او د عملیاتو په لړ کې هيڅ ملکي وګړي ته زیان نه دی اوښتی.

په میدان وردګو کې يوې ځايي امنيتي سرچينې په دې عملیاتو کې د وژلوشویو طالب قومندانانو او وسله والو په اړه له هندوکش سره کره جزييات شريک کړي دي.

د سرچينې په خبره په دې عملیاتو کې په شلو وژل شویو طالبانو کې:

۱ـ قاري حميدالله په قریشي مشهور د قاري سيدآغا اړوند د حقاني شبکې د ۱۵ کسیزې ډلې قومندان

۲ـ ندرت د ذکرالله زوی د مرکز ميمي خیلو اوسیدونکی د حقاني شبکې اړوند قاري سيدآغا د ۱۵ کسيزې ډلې قومندان.

۳ـ قاري نصرت الله د ذکرالله زوی د مهروخیلو اوسیدونکی د قاري سيدآغا د پنځلس کسيزې ډلې قومندان.

۴ـ مولوي غلام د نرخ د تاتر کلي اوسیدونکی د حقاني شبکې د مولوي ذبیح الله ډلې سرګروپ.

۵ـ قاري حمزه د نرخ د دادل اوسیدونکی او د حقاني شبکې د اړوند مولوي ذبیح الله د لس کسيزې ډلې قومندان.

۶ـ منصور چې اصلي نوم يي مسعود دی د مرکز ناصرآباد اوسیدونکی، د طالبانو د استخباراتو د مسول ملاحامد کس دی.

۷ـ حکمت الله د هميشه ګل زوی چې د ممي خيلو اوسیدونکی دی او حقاني شبکې د قريشي ډلې غړی دی.

۸ـ فيض د شيرمحمد زوی د ممي خیلو اوسیدونکی او د قريشي د ډلې غړی.

۹ـ د ملا عزيز زوی چې د  جوقول د دادل سيمې اوسیدونکی دی او د حقاني شبکې غړی دی.

۱۰ـ د دادل کلي د ملاعباس دوه زامن چې د قريشي ګروپ غړي وو.

۱۱ـ او لس تنه نور چې د دې کسانو ساتونکي، استخباراتي کسان، د ماين جوړولو، خښولو او سړي تښتونې د برخې مسولین وو په دې موخه ایزو عملیاتو کې وژل شوي دي.

يادې سرچينې وويل چې د عملیاتو په لړ کې څلور تنه نور تر لنډ مقاومت وروسته د ملي امنيت د خاصو ځواکونو له لوري ژوندي نيول شوي دي او ويي ویل چې له دوی د تحقیقاتو تر بشپړیدو وروسته به يي جزييات رسنيز شي.

د سیمې خلک هم وايي چې په نرخ کې د طالبانو دا دوه مهم پټنځايونه د شپې له تيارې په استفادې محاصره شوي وو که څه هم د ملي امنيت قطعاتو د لوډسپيکرونو له لارې پر دوی د تسليمۍ غږونه وکړل خو د نه تسلميدو او وسله والې نښتې له امله د ملي ځواکونو له لوري په نښه شوي او وژل شوي دي.

د سيمې يو تن قومي مخور چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي هندوکش ته وويل:« له عملیاتو سمدستي وروسته چې کله ځواکونه له سيمې و وتل د طالبانو ځينې کسان راغلل او د مړو په وړلو يي پیل وکړ خو يو شمېر نورو بیا خلک وپارول څو دوی ددې کسانو مړي لارو ته راوباسي او يا يي انځورونه په فیسبوک کې خپاره کړي چې ګواکې ملکي وګړي خو د سیمې خلکو نه يوازې دوی پيژندل بلکه ډيرو ددې له امله چې ياد کسان مخکې له مخکې حکومت هم پيژندل د  دوی د انځورونو له خپرولو ډډه وکړه.

ویل کيږي په دې دوو مهمو پټنځايونو کې به د حقاني شبکې برنيو کسانو نه يوازې دا چې په میدان وردګو کې د تروریستي بريدونو پلانونه جوړول بلکه له کور او کلي تښتيدلي تنکي ځوانان به يي هم پکې ساتل.

ياده دې وي چې تر دې مخکې هم طالبانو ته په سيد آباد کې د درنې مرګ ژوبلې تر اوښتو وروسته خلک هڅول چې د لاريون په لړکې د دوی وژل شوي کسان ملکي وګړي وښيي خو ياد پلان يي له افشا کيدو سره سم پلی نشو بلکه برعکس دوی په يادو مواردو خولو پټه کړه.

د میدان وردګو امنيتي مسولین وايي چې په سیمه کې اخيستل شوي انځورونه، جزييات، د مړو هويتونه او د نیول شویو کسانو ټول ټال کره تحقيقات به هم ډير ژر له رسنیو سره شريک کړي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *