په هېڅ توګه د ملکي وګړو وژنه د توجیع وړ نه ده! // نوید احمدر څرک

comments 0

0 Views

سره له دې، چې د ښکېلو غاړو ترمنځ په جګړه کې د ملکي وګړو وژل او هغوی ته زیانونه اړول، بشري جنایت دی، خو له بده مرغه، چې افغانان هر وخت د یرغلګرو له خوا او یا هم په تپل شوي جګړو کې قرباني کېږي او هېڅ داسې تضمین هم نشته، چې دا لړۍ دې بنده شي، پرون سهار شاوخوا ۹ بچې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکیو توکیو ډګ موټر د شپږمې امنیتي حوزې دروازې ته څېرمه سره چاودنه ورکړه چې له امله یې ۱۴ کسان ووژل شول او ۱۴۵ نور ټپیان شول، چې له بده مرغه طالبانو یې پړه منلې او ګڼو امنیتي سرتېروته یې د مرګ ژوبلي اړولو ادعا کړې ده، خو له بده مرغه چې دغه برید په ملکي ساحه کې شوی چې تر څېرمه ټول ملکي ځایونه دي، له همدې امله د دغه ترهګر برید قربانیان ټول ملکي وګړي دي، خو دا څه نوې خبره نه ده، کوم وخت ترهګرو او طالبانو پر ملکي وګړو رحم کړی!؟ طالبان د سولې مذاکراتو کې د امتیاز اخیستلو په موخه پر ملکي وګړو، عامه تاسیساتو او جوماتونو ترهګریز بریدونه کوي، ترهګر باید پوه شي چې د دغه ډول ترهګریزو بریدونو او بشري جنایتونو په ترسره کولو سره نه شي کولی د سولې مذاکراتو کې امتیاز واخلي، بلکې د امنیتي ځواکونو له لوري به د هېواد په هره څنډه کې وځپل شي.

تروریستان په دغه راز ترهګریزو بریدونو او په افغانستان کې د جګړې له دوامه څه نه شي تر لاسه کولای. افغانان به د خپلې ازادي ساتلو لپاره نور قربانۍ هم ورکړي، خو دا لږ وخت نیسي خو ډېر ژر به د دښمن وروستې هڅې هم له خاورو سره خاورې شي.

موږ د دښمن دغه بریدونه غندو، دا له افغانستانه سره د ترهګرۍ او اورپکۍ پرضد د مبارزې په لاره کې بیا بیا سرغړونه ده، له همدې امله د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا او نړیواله ټولنې غږ کوو، چې د ترهګرۍ پر ملاتړیو هېوادونو نور فشارونه هم راوړي، چې په افغانستان کې د تپل شوي جګړۍ او ترهګریزو بریدونو د مخنوي سبب شي، خو بیا دې هم دښمن پوه شي، چې د هغوی ترهګریزو بریدونو ته افغانان سر نشي ټیټولی، او نه هم هغوی په دغه راز بریدونو سره خپلو ناوړو موخو ته رسېدای شي، طالبان ملکي وګړي د جګړۍ د ډال په توګه کاروي، دغه حالت د سختې اندېښنې وړ دی، دوی په قطر کې د دغه راز ترهګریزو بریدونو بندلو ژمنې هم ګرې دي او د سولې لپاره هم لاپې وهې خو تر هغې، چې پر افغانانو له بهره د تپل شوې جګړې د دوام لپاره هڅې نه وي بندې شوې، نو دا لړۍ به همداسې روانه وي!

Share this page to Telegram

Comments