په هیواد کې څلویښتو پاکستانیانو په ګدون 72 وسله وال وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان ملي دفاع وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني په یو شمير ولسوالیو کې افغان امنیتي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ګڼو وسله والو طالبانو او پاکستاني ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خبرپاڼې په حواله، په غزني ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې کابو ۷۲ وسله والو طالبان وژل شوي چې ۴۰ تنه يې پاکستاني ترهګر دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه وسله‌وال د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د غزني په ګیلان، ناوه، خوګیاڼي او جاغوريو ولسوالیو کې وژل شوي دي.
د خبر پاڼې په حواله چې په ګیلان، ناوې او خوګیاني ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال ټپیان شوي دي او ۱۷ یې ژوندي نیول شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په څلور واړه ولسوالیو کې د هوایي بریدونو پر مهال د وسله والو ۱۸ موټر، ۴۶ موټر سایکلونه او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments