په هیواد کې د وروستیو ترهګریزو بریودونو او په ځانګړي توګه د کابل ولایت د علماو شورا رییس مولوی عبدالبصیر حقانی د شهادت په اړه د افغانستان د متحدو علماو شورا اعلامیه!/ سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

د طالب او داعش تر نامه لاندې ترهګرو ډلو او د اسلام او انسانیت دښمنان په دې وروستبو ورځو کې یو ځل بیا په دینی مراسم او جوماتونوباندې د ترهګریزو بریدونو او د دینی علماو په شهادت رسولو سره خپله ښکاره دښمنی له اسلام نندارې ته وړاندې کړه، چې تازه بیلګې یې څو ورځي د مخه د اسلام ستر پیامبر(ص) د میلاد پر مراسم چې اکثریت ګدونوال یې دیني عالمان ول او د جمعې پر ورځ د خوست ولایت په مندوزي ولسوالی کې د جمعې د لمانځه پر مهال برید او وروستي برید یې چې د کابل ولایت د علماو شورا رییس مولوی صاحب عبدالبصیر حقانی چې د هیواد یو ریښتینی بچی او عالم وو، د یو تروریستی برید په ترڅ کې په شهادت ورساوو، دا وروستي پیښي د دې ښکارندوي کوي چې د طالب او داعش تر نامه لانډې ترهګری او انسان وژونکي ډلي له اسلام او اسلامي ارزښتونو سره په جګړه کې دي، ځکه چې دا لومړنۍ پیښه نده بلکې د دغې پیښو په شان یې په لسګونو پیښي او جنایتونه تر سره کړي او زمونږ په سلګونو تنه علما ، متنفذین او قومی مشران یې په شهادت رسولي دي .
دطالب او داعش ترهګرو ډول ناوړو کړنو هېوادوالو ته دا جوته کړه چې دغه ډلي هیڅ ډول اسلامي او انساني ارزښتونو او اصولو باندې باور نلري پداسي حال کې چې دیني علما دخپلې دیني اواسلامي دندي پر بنا د هېواد بچیانو ته دیني او مذهبی زده کړه ورکوي شپه او ورځ دخلکو په خدمت کې دي، د ستر لارښود حضرت محمد (ص) د وینا له مخي (علما دانبیا و وارثین دي ) دوی هڅه کوي چې دیني لارښوني ، ددین احکام ، امر بالمعروف او نهی عن المنکر خلکو ته ولیږدوي . دتاریخ په اوږدو کې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دیني علما دځانګړي احترام څخه برخمن دی ، د هېواد په سیاسی ، اجتماعی او فرهنګۍ اړیکو کې دعلما و رول ټولو ته جوت دی لدی امله علما و ډیره قرباني ګاللي ، علما ایماني او انساني رسالت لري ترڅو ولس د شته قضایاو نه خبر کړي داچې ځیني افراطي ډلي (طالب او داعش ) له دین او دیني مولفو او ارشاداتو څخه غلطه ګټه اخلي او له دین څخه دخپلو ناوړه موخو دترسره کولو له پاره کار اخلي نوځکه ددوي دغه ناروا کړني د ټول ولس په ځانګړي توګه دعلما و له پاره د منلو وړ ندي او پدي پوهیږي چې ددغو ناخوالو پر وړاندی سکوت ستره ګناه ده او علما هم نه غواړي ترڅو ددی ګناه مرتکب شي لدی امله دیني علما نشی کولای ترڅو دښوونځیو دسوځولو ، دبیګناه ولس د وژلو ، په جومات کې د ماین ایښودلو او ځانمرګو بریدونو پر وړاندی چې قربانیان یې زموږ مظلوم ولس دی چپ پاتي شي، ځکه علما پوهیږي چې داسلام دسپیڅلي دین په رڼا کې انسان وژنه ، دټو لګټو شتمنیو تخریب او له ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ناروا او داسلام ددین خلاف عمل دی له همدی امله زموږ علما ولس ته د رښتینو حقایقواو دطالبانو دناوړو کړنو نه دخلکو د خبرولو په لار کې قرباني ورکړي.
خو طالبان او دهغوی ملاتړي دي پوه شي چې دعلماو په وژلو سره نشي کولای زمونږ د دیني علما و دسکوت (چپتیا ) او دینی وجایبو څخه دهغوی دشاتګ سبب شي، ځکه چې تیر تاریخ ته په کتو سره علماو په ټول ځواک دباطل پر وړاندی مبارزه کړي اودځان په قربانولو سره یې ددین او عزت څخه دفاع او ملاتړ کړۍ دی .
دافغانستان د متحدو علماو شورا د دي ترڅنګ چې دطالبانو دغه ناوړه عمل په کلکو ټکو غندي له خدای جل جلاله نه شهید مولوی صاحب حقانی ته او د وروستیو پیښو ټولو شهیدانو ته د جنت فردوس، ټپیانو ته د عاجلي شفا او عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوي .
په درناوي ( دافغانستان د متحدو علماو شورا )

Share this page to Telegram

Comments