په هیواد کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو او په ځانګړي توګه د مولوی سمیع الله ریحان د شهادت په اړه: سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

د افغانستان د متحدو علماو شورا اعلامیه!
متدینو او درنو هیوادوالو: د اسلام ، انسانیت، سولې او ثبات دښمنانو یو ځل بیا هم د افغان مظلوم ولس پر وړانډې خپله دښمنۍ او له کرکې ډګه څیره راڅرګنده کړه او د خپلو تیرو جنایتونو په درشل کې یې زمونږ په اسلام مئین خلک په داسې حال کې تر خپلو ترهګریزو او وحشیانه بریدونو لاندې راوستل چې د جمعې د لمانځه په ادا کولو بوخت ول، دغه دردونکي پیښه د جمعې په ورځ د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند سیمه د التقوا پر جامع جومات کې رامنځته شوه، دا په داسې حال کې وه چې زمونږ متدین هیوادوال د روژې په مبارکه میاشت کې چې د رحمت، مغفرت او د جهنم له اور څخه د خلاصون میاشت دی، د الله تعالی په عبادت اخته ول چې په ترڅ کې د هیواد ستر او جید دینی عالم مولوی سمیع الله ریحان له یو بل تن لمونځ کوونکي سره شهیدان او یو شمیر نور مظلوم او بی ګناه هیوادوال مو ټپیان شول، د روژې په مبارکه میاشت کې د ترهګرو ډلو دغه لومړنې پیښه نه وه، څه موده د مخه یې هم د کابل ولایت په یوه ولسوالی کې یوتن دیني عالم د تراویح پر مهال شهید کړ، همدارنګه یې په ننګرهار او ورته نورو ولایتونو کې دیني علما شهیدان کړل، له دیني علما سربیره څو ورځي د مخه د کابل ښار د اوومې ناحیي په اړوندو سیمو کې د روژه ماتي پر مهال پر یوې امنیتي پوستي برید چې په ترڅ کې څو تنه شهیدان او ټپیان شول او همدا رنګه لسګونو نورې پیښي دي چې د دغو ترهګرو ډلو لخوا زمونږ د ولس او خلکو پر وړانډې د روژ‎ې په مبارکه میاشت کې تر سره کړی او انسانی فاجعه یې رامنځته کړي دي ، چې د دغو ټولو المناکو پیښو شهیدانو ته د الله تعالی له بارګاه څخه جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا او درنو کورنیو ته یې د صبر جمیل او عاملینو ته یې د سخت عذاب غوښتنه کوو.
د اسلام او انسانیت دښمنانو ناوړو کړنو هېوادوالو ته دا جوته کړه چې دغه ډلي هیڅ ډول اسلامي او انساني ارزښتونو او اصولو باندې باور نلري پداسي حال کې چې دیني علما دخپلې دیني اواسلامي دندي پر بنا د هېواد بچیانو ته دیني او مذهبی زده کړه ورکوي شپه او ورځ دخلکو په خدمت کې دي، د ستر لارښود حضرت محمد (ص) د وینا له مخي (علما دانبیا و وارثین دي ) دوی هڅه کوي چې دیني لارښوني ، ددین احکام ، امر بالمعروف او نهی عن المنکر خلکو ته ولیږدوي . دتاریخ په اوږدو کې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دیني علما دځانګړي احترام څخه برخمن دی ، د هېواد په سیاسی ، اجتماعی او فرهنګۍ اړیکو کې دعلماو رول ټولو ته جوت دی لدی امله علماو ډیره قرباني ګاللي ، علما ایماني او انساني رسالت لري ترڅو ولس د شته قضایاو نه خبر کړي داچې ځیني افراطي ډلي (طالب او داعش ) له دین او دیني مولفو او ارشاداتو څخه غلطه ګټه اخلي او له دین څخه دخپلو ناوړه موخو دترسره کولو له پاره کار اخلي نوځکه ددوي دغه ناروا کړني د ټول ولس په ځانګړي توګه دعلماو له پاره د منلو وړ ندي او پدي پوهیږي چې ددغو ناخوالو پر وړاندی سکوت ستره ګناه ده او علما هم نه غواړي ترڅو ددی ګناه مرتکب شي، نو له همدې امله یې دغه د اسلام او انسانیت دښمنان تر خپلو بریدونو لاندې راولي.
حال دا چې د ایاتو او احادیثو په رڼا کې جوماتونه د امن ځای بلل شو، خو سره له دې هم مسلمانان د دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو له شر څخه په دغه مقدسه ځایونو کې هم په امان کې ندي، نو بیا څنګه د اسلامیت، انسانیت او افغانیت ادعا کوي، حال دا چې له کفار او مشرکینو سره د جګړی پر مهال د هغوي عبادت ځایونه په امن کې ول، چې الله تعالی په دې اړه ښکاره حکم کړی دی: ژباړه:«اومسجدالحرام ته نږدې چې ترڅو پورې هغوی له تاسو سره جګړه نه وي کړی، تاسې هم ورسره جګړه مه کوي»(بقره ۱۹۱).
دافغانستان د متحدو علماو شورا د دي ترڅنګ چې د اسلام او انسانیت د دښمنانو دغه ناوړه عمل په کلکو ټکو غندي له خدای جل جلاله نه شهید مولوی صاحب سمیع الله ریحان ته او د وروستیو پیښو ټولو شهیدانو ته د جنت فردوس، ټپیانو ته د عاجلي شفا او عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوي.
په درناوي( دافغانستان د متحدو علماو شورا )

Share this page to Telegram

Comments