په هیواد کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو او په ځانګړي توګه د داکترصاحب مولوی محمدایاز نیازی د شهادت په اړه د افغانستان د متحدو علماو شورا اعلامیه!/

comments 0

1 Views

قدرمنو هیوادوالو: د طالب او داعش تر نامه لاندې ترهګرو ډلو او د اسلام او انسانیت دښمنان په دې وروستبو ورځو کې یو ځل بیا په جوماتونو،عامه ځایونو، روغتیایی مراکزو باندې د ترهګریزو بریدونو او د دینی علماو په شهادت رسولو سره خپله ښکاره دښمنی له اسلام سره نندارې ته وړاندې کړه، چې تازه بیلګې یې د روژې په مبارکه میاشت کې په کابل، پروان، خوست، غزنی، او ورته نورو ولایتونو کې خونړي بریدونه ول، چې دا بریدونه نه اول او نه هم وروستي بریدونه ول، بلکې تیر ماښام یې هم ورته جنایت تر سره کړ او د کابل ښار د وزیرمحمداکبرخان په جامع جومات کې چې چاودیدونکو توکو د مخه ځای پر ځای کړی ول یو ترهګریز برید تر سره کړ، چې له بده مرغه په دغه برید کې د هیواد ستراو جید عالم داکتر مولوی محمد ایاز نیازی له یو تن لمونځ کوونکي سره شهید اوڅو تنه نور لمونځ کوونکي ټپیان شول.
شهید داکتر مولوی محمد ایاز نیاز د هیواد هغه ریښتیني، حق ویونکی او جید دینی عالم چې د روانې جګړې او افغان وژنې خلاف تر ټولو هغه مهم او رسا غږ وو، چې تل به یې د روانې جګړه دیني مشروعیت تر پوښتني لاندې راوستي او همدا رنګه د افغانستان د نظام، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونومخکښ ملاتړاو مدافع وو چې تل به یې د غونډو او ناستو پر مهال او د رسینو له لورې د حق او عدالت غږ پورته کاوو، روانه جګړه او افغان وژنه یې د ټولو اسلامي، اخلاقی او انسانی ارزښتونو خلاف عمل او د نورو لخوا پر افغان ملت بانډې د ځینو کړیو او حتي هیوادونو د ناوړو اهداف لپاره تحمیل شوي بلله، چې له بده مرغه د تیري جمعې په ورځ په داسې حال کې پر منبر ولاړ وو او د جمعې خطبه یې لوستله د اسلام او انسانیت د دښمنانو لخوا په ډیره بزدلانه او نامردې سره شهید شو،چې له الله تعالي څخه شهید مولوی ریحان او د هیواد ټولو شهیدانو ته د جنت الفرودس، ټپیانو ته د عاجلې شفا اوعاملینو ته یې د جهنم غوښتنه کوو.
دا به د اسلام او انسانیت دښمنانو لخوا نه لومړنۍ او نه هم وروستي پیښه او جنایت وي چې د دیني علماوو پر وړاندې یې تر سره کړی دی ، ځکه چې دوي په وار وار سره د هیواد په بیلابیلو سیمو کې هغه جید علما چې تل یې د دوي ترهګریز او غیر اسلامي اعمال غندلي او د دوي جګړه یې ناروا بللی په ډیري برحمي سره په شهادت رسولي دي ، همدا رنګه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې یې د دیني علماو تر څنګ زمونږ په هیواد او ولس میین قومی مشران او متنفذین هم د دوي لخوا په ډیري بې رحمي او مظلومانه توګه په شهادت رسیدلي دي، او که چیرته دولت او په ځانګړي توګه امنیتي او کشفی ځواکونه د دغه ډول پیښو مخنیوي لپاره ګوټلي ګامونه پورته نکړي او د هغو دیني علماو چې تل د حکومت له سولیزو برنامه او امنیتي ځواکونو له کړنو څخه ملاتړ کوي، امنیت ته جدي پاملرنه ونکړي، او د دغو پیښو عاملین ډیر ژر پیدا او د قانونو منګولو ته و نه سپارل شي، دا به په راتلوونکي کې د نورو دیني علماو او حتي د هغو قومي مشرانو چې تل له حکومت او امنیتي ځواکونو څخه په ملاتړ کې ولاړ دي او د ترهګرو ډلو غیر اسلامي او انساني اعمال غندي، ډیره بده اغیزه وکړي او د اسلام او انسانیت د دښمنانو د کړنو پر وړاندې به له چپتیا څخه کار واخلي، چې د کورنیو او بهرنیو ترهګرو ډلو او سازمانونو لخوا پر دیني علماوو او قومي مشرانو باندې د بریدونو یوازنې موخه هم همدا ده تر څو د دوي د اعمالو د غندنې پر ځای سکوت غوره کړي.
خو د اسلام او انسانیت دښمنان،طالب او ورته نورې ډلي او دهغوی ملاتړکوونکي باید په دې پوه شي چې د علماو په وژلو سره نشي کولای چې پر هیواد او ولس میینو علماو د سکوت او دینی وجایبو څخه دهغوی دشاتګ سبب شي ځکه چې تیر تاریخ ته په کتو سره علماو په ټول ځواک د باطل پر وړاندی مبارزه کړي اود ځان په قربانولو سره یې ددین او عزت څخه دفاع او ملاتړکړی دی .
حال دا چې د ایاتو او احادیثو په رڼا کې جوماتونه د امن ځای بلل شو، خو سره له دې هم مسلمانان د دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو له شر څخه په دغه مقدسه ځایونو کې هم په امان کې ندي، نو بیا څنګه د اسلامیت، انسانیت او افغانیت ادعا کوي، حال دا چې له کفار او مشرکینو سره د جګړی پر مهال د هغوي عبادت ځایونه په امن کې ول، چې الله تعالی په دې اړه ښکاره حکم کړی دی: ژباړه:«اومسجدالحرام ته نږدې چې ترڅو پورې هغوی له تاسو سره جګړه نه وي کړی، تاسې هم ورسره جګړه مه کوي»(بقره ۱۹۱).
دافغانستان د متحدو علماو شورا د دي ترڅنګ چې د اسلام او انسانیت د دښمنانو دغه ناوړه عمل په کلکو ټکو غندي له خدای (ج) نه شهید داکترصاحب مولوی محمد ایاز نیازی ته او د وروستیو پیښو ټولو شهیدانو ته د جنت فردوس، ټپیانو ته د عاجلي شفا او عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوي. په درناوي( دافغانستان د متحدو علماو شورا )

Share this page to Telegram

Comments