په هیواد کې د روانې جګړي د څرنګوالی په اړه د دیني علماو فتوا د ستایلو وړ ده!

comments 0

0 Views

څو لسیزي کیږي چې افغانستان د جګړې په اور کې سوځي، خو له بده مرغه چې د دې جګړې قربانیان یوازې افغانان دي. په ځانګړي توګه په وروستیو ۱۷ کلونو کې د افغانستان جګړه ډير خونړي حالت ته رسیدلي، هیڅ راز دیني ارزښتونو او ملی معیارونو ته په کې درناوی ندی شوی او نه هم کیږي. د پردیو لخوا دغې تحمیلي او تپل شوې جګړې د افغان ولس زغم پای ته رسولی، هره ورځ مو په جګړه کې په لسګونو تنه ځوانان، ماشومان، سپین ږیري وژل کیږي، میندي بوریږي او بچیان یتیمان کیږي او په سلګونو ځوانان هیواد پریښودو ته اړ کیږي.
افغانستان کې د روانې جګړې قربانیان ملکي وګړي او بی ګناه افغانان دي. له داسې وسیلو لکه ځانمرګي بریدونه، انفجار، بمونو او ورته نورو ناوړو غیر اسلامی او انسانی اعمالو څخه په کې کار اخیستل کیږي چې په هیڅ وجه توجیه کیدلی نه شي، همدې وخیم وضعیت ته په کتو سره تیره ورځ د هیواد له بیلابیلو برخو څخه په زرګونو تنه دیني عالمان، مفتیان، خطبا، روحانیون او د دیني او ټولنیزو بنسټونو استازو په ګډون چې په افغانستان کې د روانو حالات او ستونزو په اړه د کابل ښار د لویي جرګي په تالار کې پراخه غونده جوړه شوی وه، د یوې جامع او هر اړخیز پریکړه لیک په صادرولو سره په افغانستان کې د روانې جګړي په اړه فتوا صادره او دغه جګړه یې ناروا وبلله او ټینکار یې وکړ چې یاده جګړه هیڅ ډول دیني او شرعي صبغه نلري، همدا جګړه ده چې بهرنیو مداخلو ته یې زمینه برابره کړی او د اسلام او افغانانو د بدنامۍ سبب شوې ده.
همدا رنګه د هیواد دیني علماو په یاده فتوا کې د قرآنی ایاتو او نبوي احادیثو په رڼا کې د سولې د ارزښت او ټیکاو ټینکار کړی او د افغانستان په جګړو کې په ښکیلو غاړو غږ کړی تر څو د خپلو مسلمانو ورونو پر وړاندې جګړه، هغه جګړه چې پایله یې د تباهۍ او بی ګناه انسانانو له وژلو پرته نور څه ندي پریږدي او د سولې او ورورولۍ لاره خپله کړي او په خپله خاوره کې د جګړي د پای ته رسیدو لپاره د سولې خبرو اترو ته کښیني او په هیواد کې د شته ستونزو لپاره د حل مناسبي لارې د موندنې په لټه کې شي او نور دغه مظلوم او بیچاره ولس د دغې ټپل شوي جګړي له اور څخه خلاص کړي.
یادو علماو دا هم زیاته کړی ده، که چیري وسلوال مخالفین بیا هم دغې ناجایزي جګړي ته دوام ورکوي نو بیا به د افغانستان دیني عالمان په ګډه د اسلامي هیوادونو په حکومتونو او په ځانګړی توګه د اسلامي امت په علماوو غږ کوو چې د خپل شرعي مکلفیت او مسوولیت له مخې د خپلو مسلمانو ورونو تر منځ اصلاح ته را وړاندې او خپله دنده تر سره کړي.
وسلام

Share this page to Telegram

Comments