په هلمند کې ۳۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

12 Views

هندوکش ـ هلمند:د هلمند چارواکي په هلمند کې د ۳۵ طالبانو د وژلو خبره کوي، دغه ادعا لا طالبانو رد یا تایید کړې نه ده.
دغه طالبان په ناوې ولسوالۍ کې د دوو جلا عملیاتو پایله کې وژل شوي دي، هغه ولسوالۍ چې وروستیو کې طالبانو پرې حمله کړې وه.
دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست دواړو د دغو عملیاتو په اړه خبرپاڼې خپرې کړي او ویل شوي چې دغلته هوایي ځواک هم کارېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خپل بریدونوه زیات کړي چې له امله یې په زرګونو کورنۍ بې ځایه شوې دي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments