په هلمند کې یو طالب جنګیالي دسولې له پروسې سره یوځای شو

comments 0

5514 Views

هندوکش ــ هلمند: نوموړي شخص عبدالجامع نومیږي او له کلونو راهیسې دهلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې دافغان دولت په وړاندې دطالبانو په لیکو جګړه کړې.
عبدالجامع وايي: له حقیقت درک کولو نه مې ورسته پریکړه وکړه، چې خپله وسله پرځمکه کښېدم او دسولې له پروسې سره يوځای شم .
نوموړي زیاتوي،طالبانو راته دافغان ولس او حکومت په اړه منفي تبلیغات کول، عبدالجامع وايي دطالبانو په رهبري، لیکو کې فساد، رشتوت او نور ناروا عملونه اوج ته رسیدلي، نوموړي له نوروطالب جنګیالیو غواړي، چې جګړه بس کړي او دسولې لار انتخاب کړي او له افغان حکومت سره دې یوځای شي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments