په هلمند کې د وسلوالو طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ملا امان ووژل شو

comments 0

29 Views

هندوکش ـ هلمند: ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ملا امان الله له خپلو اتو ملګرو سره یو ځای وژلی دی.
یاد وزارت نن شنبې د لړم ۱۰ مه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ملا امان الله او ملګري یې د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په خسرآباد سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو تېره ورځ په یاده سیمه کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې د هلمند لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ملا امان الله چې شبکه یې شفیق نومېده له خپلو اتو ملګرو سره یو ځايي په هوايي برید کې وواژه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه هوايي برید کې د دوی یو لوکسل موټر، څلور میله کلاشنکوفونه، دوه میله درازنوف او ۲ پایې اېکم مخابرې هم له منځه وړل شوې دي.
په ورته وخت ملي دفاع وزارت د اروزګان دهراود ولسوالۍ کې هم د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو، ۹ تنو د ټپي کېدو او د هغوی د درې پټنځایونو د لمنځه وړلو خبر ورکړی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments