په هلمند کې د ملي اردو پر سرتیرو ځانمرګي برید شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو پر سرتیرو ځانمرګي برید له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.
پیښه د هلمند په ناوې ولسوالۍ دوه پوله سیمه کې شوې ده.
د والي ویانډ پیښه تاییدوي او وایي چې : پرون ماښام په څه باندې ٧ بجۍ د ناوې ولسوالۍ په دوه پوله سيمه کې د ملي رادو پر ضربتي قواوو د موټربم ځانمرګى بريد شوى دى.
هغه زیاته کړه: په دې پيښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دی، چې پکې ملکیان او نظامیان شامل دي.
آغا محمد د ناوې ولسوال په دی اړه وایي : چې په ياده سيمه کې د اردو پوسته نشته او ښايي بريد هغه مهال شوى وي، چې کله سرتېري په ګزمه بوخت وو.
د شوي برید مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستۍ
عبدالله اڅکزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *