په هلمند کې د طالب وسلوالو ۶ قرار ګاوې له منځه تللي دي

comments 0

54 Views

هندوکش ــ هلمند: د ملي اردو ځانګړوځواکونو دهلمند ولایت  په مارجې ولسوالۍ کې ځانګړي تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوسلوالو طالبانو ۶ نظامي قرارګاوې له منځه وړي دي.
دملي اردو ځانګړو ځواکونو چارواکي وايي،چې په یادو تصفیوي علمیاتو کې له کشف شوو قرارګاو څخه ۲میله کلاشینکوف،۲ پایه مخابرې،۶عرادې موټرسایکلونه او  یو شمیر نورې سپکې او درنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي زیاتوي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته هیڅ راز تلفات نه دي اوښتي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments