په هلمند کې د طالبانو يو زندان مات شوی او ۴۱ تنه بندیان ژغورل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ لښکرګاه: په هلمند کې د نوزاد په ولسوالۍ کې د طالبانو يو زندان د افغان ځواکونو له لوري مات شوی دی او پکې بندي ۴۱ تنه ژغورل شوي دي.

ياد زندان هغه وخت مات شو چې په نوزاد کې عملیات پيل شول او ددې زندان په  اړه وار له مخه کشفي ادارو کره معلومات تر لاسه کړي وو.

د ميوند قول اردو منسوبین د خبر د تاييد تر څنګ وايي چې په دې زندان کې شل پولیس او ۲۱ ملکي وګړي ساتل کيدل.

يوې سرچينې هندوکش ته وويل:« په زندان کې وضعيت ډير وحشتناک وو ځکه په يو خامه کور کې بندیان له هر ډول آسانتيا پرته په ډير ظالمانه ډول ساتل کيدل، ډيرو بندیانو ته رواني ستونزې پيډا شوي دي ځکه دوی په يوه خونه کې هم تشناب کاوو او هم يي په ډ يره لګه وچه ډوډۍ مياشتې مياشتې تيرې کړي دي.»

سرچينه وايي:« ډيری بنديان د رواني ستونزو تر څنګ د خوارځواکۍ له سختې ستونزې سره هم مخ دي خو دا چې ژغورل شوي دي دا په ټول کې د دوی کورنیو ته يو ښه خبر دی.»

په ورته وخت کې طالبانو هم منلې چې بیګاه شپه ځانګړو ځواکونو د دوی يو زندان مات کړی او ۴۱ تنه يي ژغورلي دي.

په هلمند او نور افغانستان کې د طالبانو ورته زندانونه تل د شخصي عقدو او هسې تورونو پر بنسټ خلک شکنجه کوي او په ډيرو مواردو کې ددې ډلې ډاګيزې محکمې هم يو اړخیزې وې.

د طالبانو په زندانونو کې نه يوازې د يو انسان ازادي سلب وي بلکه هيڅ بندي د ځان په اړه د لګول شوي تور په اړه هيڅ ډول خبرې ته نه پريښودل کيږي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply