په هلمند کې د طالبانو د يو مسول امیرخان متقي له لوري د قيمتي ډبرو چورتالان

comments 0

0 Views

هندوکش ـ لښکرګاه: امیرخان متقي ډيرو ته ځکه اشنا نوم دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نوموړی د اطلاعاتو او کلتور وزیر وو خو کله چې طالبان مات شول د نورو په څير د سلیمانخيلو امیرخان متقي هم تري تم شو.

د طالبانو د وحشتونو له بيا ځلې پيل سره سم متقي په کوټه کې ولیدل او د کوټې شورا له مهمو غړو څخه وو.

د ملاعمر د ژوند په وخت کې متقي نوموړي ته ډير نيږدې وو خو کله چې ملاعمر د اخترمحمد منصور له لوري و وژل شو او هغه يي پر ځای د امیرالمومنين دعوه وکړه د متقي او کوټې شورا تر منځ اړيکې يو څه خرابې شوې.

تير کال د منصور له وژل کيدو سره سم د طالبانو د شته مشر هبت الله پر وړاندې تر سختو مخالفتونو وروسته د احمدالله ناني او صمد ثاني تر نيول کيدو وروسته امیرخان متقي ددې لپاره چې ځان د آی اس آی له زندانه وژغوري نامعلوم لوري ته وتښتيد.

متقي چې په کوټه کې د آی اس آی له نیږدې کسانو سره اړيکې لري نيږدې درې مياشتې يي د  د مسلم لیګ د ق ګوند د غړي او بلوچستان د پخواني ايالتي وزیر جعفر خان مندوخیل په کور کې تيرې کړې.

متقي د کوټې شورا د غړيتوب پر مهال د نورو طالب مشرانو په څير په افغانستان کې د ملي پانګې د لوټ تالان يوه مهمه برخه وه له همدې امله کله چې ملا منان په هلمند کې د اخترمحمد منصور د پوډرو او هیروينو ټول ټال مسولیت خپل کړ اود طالبانو مالي مسول ملاګل آغا هم ورسره يو ځای شو نو متقي ته هم موکه په لاس ورغله او د پاکستان د استخباراتي کړيو پر مټ هلمند ته راغی.

امیرخان متقي ته نيږدې سرچينې وايي:« جعفرخان مندوخیل د امیرخان متقي کاروباري شریک دی کله چې په کوټه کې حالات خراب شول او د طالب مشرانو نيول نيول پيل شول هغه د نوموړي په کور کې وو او د همدې سړي پر مټ د آی اس آی په خاص موټر کې د هلمند بهرامچې ته ورسول او وروسته يي هلته خپل کار پیل کړ.»

سرچينه وايي:« په هلمند کې د امیرخان متقي وروڼه ولي او موسی خان ټول پيژني دوی ډير مخکې هم د قيمتي ډبرو په قاچاق کې لاس درلود خو له کله چې د هلمند  رخام او نورو قيمتي ډبرو په پاکستان کې مشتريان پيدا کړل دوی هم وسله وال کسان ډير کړل او اوس په مستقیم ډول رخام خريداري کوي او د بهرامچې له لارې يي پاکستان ته اړوي او بیا يي په کراچۍ د کورنګي په سيمه کې د جعفرخان مندوخيل کسانو ته رسوي.»

نوموړي ته نيږدې سرچينې وايي چې په هلمند کې د ملا هبت الله پر ضد د بغاوت شته شبکه درې برخې لري يوه برخه يي د کانونو لوټونکي دي، بله برخه يي د پوډرو او هیروينو قاچاقبر او پروسس کونکي دي اودريمه ډله چې ډيره کمزورې ده د کوټې شورا پورې اړونده چې دوی يوازې او يوازې د لویو لارو پر سر له خلکو اخاذۍ کوي او یا هم له کوټې په ډيرولږو راتلونکو پيسوباندې خپل وخت تیروی.

د طالبانو ځينې نیږدې سرچينې وايي چې متقي د طالبانو له را تښتيدلي قاضي القضات شیخ عبدالحکيم سره هم نیږدې اړيکې لري او کوښښ کوي د شيخ حکيم په څير له کوټې را په منډه کسان خپل کړي څو  د ملامنان په څير د یو قوت په شتون کې د افغانستان د طبيعي زیرمو لوټ تالان ته زور ورکړي.

د هلمند قومي مخور چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي هندوکش ته وويل:« دلته جهاد نشته ټول اوس په دې خبر دي چې طالبان ددې ولايت ټول شته لوټي، کانونه او قيمتي ډبرې د ملت حق دي خو طالبان يي په خپل سري ډول له پاکستان څخه د راوړو برقي وسايلو پر مټ په ډيره بې باکۍ سره لوټي او بیا يي په موټرو کې اچوي او د بهرامچې له لارې يي قاچاق کوي.»

د دې قومي مشر په خبره:« په بهرامچه کې ډيری پاخه سړکونه ددې لپاره له منځه وړل شوي دي چې دخلکو تګ راتګ کم شي او يوازې هغه موټر پرې ولاړ شي چې يو څه پکې بار وي، موږ ته هر ځل ويل کيږي چې پر پلانۍ لاره باندې ماينونه دي تګ راتګ مه پرې کوئ خو د شپې له تيارې په استفادې طالبان د پوډرو او قيمتي ډبرو قاچاق پر هغو لارو کوي چيرته چې دوی وايي ماينونه دي.»

نوموړی قومي مشر وايي چې له دوی سره په دې اړه اسناد شته دي او کله چې پاکستاني پوځ پر بهرامچه تر بريد وروسته د پاکستان بیرغ دلته پورته کړ يو لامل يي دا وو چې د طالبانو قاچاقبرو ګروپونو ته به لاره پرانيزي خو تر ولسي مقاومت وروسته دوی وتښتيدل خو طالبان لا هم خپل وحشتونه کوي.

نوموړی وايي:« په بهرامچه کې کيسه بل شان ده که څه هم ملاهبت الله د بهرامچې له يو کور څخه د يوې پيغلې تر واده وروسته هڅه کوله دلته ځان ته ځای جوړ کړي خو بريالي نشول بلکه دوی مات شول او د قاچاقبرو پټ ګروپونه چې د پاکستاني استخباراتو ځينې ږيرور افسران هم پکې دي خپل فعالیت کوي. طالبانو يو بل کار هم وکړ او هغه دا چې له ځينو حاکمو سیمو څخه يي خلک کډه کولو ته اړ کړل او لویې لارې ته نيږدې ډيری کلي تقریبا  له خپلو سيمو تښتيدلي دي.»

یاده دې وي چې تر دې مخکې نيويارک ټايمز او ځينو نورو خپرونو هم د طالبانو له لوري د هيروينو د قاچاق او ځينو نورو مواردو په تړاو راپورونه خپاره کړي وو.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply