په هلمند کې د افغان ځواکونو په وروستیو عملیاتو کي مهم طالب قومندانان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند امنیه قومندان سمونمل احسام الدین هلمندي د یوې خبري ناستې پر مهال رسنیو ته وویل: د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کي ددې ولایت په بیلابیلو سیمو کي یو شمیر مهم طالب قومندانان وژل شوي، چي د طالبانو پر جګړه ایزو لیکو یې خورا ناوړه اغیز کړی.
ښاغلي هلمندي وویل: وسله وال طالبان دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندي د جګړې توان نه لري، اوس یوازي د جګړې پر مهال د ولسي وګړو کورونه او ولسي وګړي سپر ګرځوي.
د هلمند امنیه قومندان سمونمل احسام الدین هلمندی وایي: د هلمند په ټولو ولسوالیو کي میشت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ددې وړتیا او توان لري، چي د ولسي وګړو له سر او مال څخه په کلکه دفاع وکړي.
ښاغلي هلمندي په وروستیو کي نادعلي، نهرسراج او واشیر ولسوالیو ته سفر وکړ او پدې ولسوالیو کي یې د پولیسو حالت له نژدې وکتی او هغوی یې هڅولي وه، چي په سیمو کي له میشتو ولسي وګړو څخه په کلکه دفاع وکړي.
د هلمندي په خبره افغان امنیتي ځواکونو، واشیر، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کي د وسله والو طالبانو پر وړاندي بریالي عملیات ترسره کړي، چي په ترڅ کي یې طالبانو ته درنه مرګژوبله اووښتې او پراخي سیمي له وسله والو طالبانو څخه نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چي د هلمند په یادو دریو ولسوالیو کي په بشپړ ډول وسله وال طالبان له سترې ماتې سره مخ دي او دا مهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندي د جګړې توان نه لري.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments