په هلمند کې دوه سوه کورنیو ته د حرفوي زده کړو درې میاشتنې کورس پیل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت له رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند والي محمد یاسین په نوښټ 200 کورنيو ته د حرفوي زده کړو درې مياشتنۍ روزنه پېل شوه.
دغه حرفوي کورس، چې د توحيد ټولنيزو چارو موسسې له لوري ترسره کېږي ۲۰۰ هغو کورنيو ته، چې د جګړې له کبله يې د سر سړي او ګټيالي له لاسه ورکړې وي په پنځو برخو کې روزنه ورکول کېږي، ترڅو په راتلوونکې کې خپل کاروبار وکړي او پر ځان بسياء شي.
هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين ددې حرفوي کورس پر پېلېدو د خوښۍ ښودلو ترڅنګ وويل په دې کې شک نه شته، چې زموږ په هيواد په ځانګړې ډول هلمند کې پردۍ او وحشي جګړې زموږ ډېرې کورنۍ د غم پر ټغر کېنولي او هم يې د سر سړي ترې اخيستې دي. هغه زياته کړه، هڅه کوي، چې پر خپلو امکاناتو سربېره کورنۍ او بهرنۍ موسسې دې ته وهڅوي، چې دغه ډول بنسټيز پروګرامونه په لاره واچوي، ترڅو د شهيدانو کورنۍ او معلولين خود کفاء شي.
ښاغلي ياسين د توحيد او ټولنيزو چارو بنسټ څخه په مننې وويل ددې کورس مسُولين او استادان بايد په واقعي او جدي توګه ګډونوالو کسانو ته سمه او منظمه روزنه ورکړي. همدارنګه د حرفوي کورس له ګډون کوونکو کسانو څخه يې وغوښتل، چې په منظمه توګه پدې کورس کې ګډون او ونډه واخلي، ترڅو په مربوطه برخه کې لازمې زده کړې ترلاسه او سبا ورځ په خپله د کار کولو جوګه شي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments