په هلمند ولایت کې ملي امنیت ځواکونو ۱۰ تنه وسلوال ترهګر نیولي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: دملي امنیت ځانګړو ځواکونوپه بیلا بیلو عملیاتو کې ۱۰ تنه وسلوال چې په هلمند ولایت کې په وژنو، تښتونو اونورو ترهګریزو پیښو کې لاس درلود نیولي دي.
دهلمند والي او دملي امنیت رییس له رسینو سره په یوه خبرې کنفرانس کې وویل:چې دملي امنیت دځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۷ راکټونه، ۱۰ میله کلاشینکوفونه، ۳میله درازنوف،۲ پایي مخابرې،۲۲ میله تفنګچې او ۹ کړۍ چپسکي ماینونه اویو شمیر نور ترهګریز توکي دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دهلمند والي زیاتوي، چې څه موده وړاندې یو ماشوم دباباجي له سیمې څخه انسان تښوونکو تښتولي وو،چې له کورنۍ څخه یې د۱۵ لکه پاکستاني کلدارو غوښتنه کوله، چې خوشبختانه دملي امنیت ځواکونو په هڅو دانسان تښتوونکو له منګلو وژغول شو او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments