په هلمند ولایت کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه ډیپو له منځه یوړل شوه

comments 0

1666 Views

هندوکش ـ هلمند: د هملمند ولایت ځايي امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په نادعلې ولسوالۍ ماتکي دښت سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د طالب وسلوالو د وسلو او مهماتو یوه ډیپوه له منځه یوړل شوه او ۲ تنه طالب وسلوال ووژل شول.
د هلمند ولایت نادغلې ولسوال ایوب عمري عمر وايي، چې له یادې ډیپوه څخه ۱۵۰۰ ګیلو ګرامه چاودیدونکي توکي او یو ګڼ شمیر وسلې نېولې هم نیولې دي.
نوموړی وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments