په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه ترسره شوه

comments 0

3 Views

هندوکش ـ هلمند: د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې دیني عالمانو،قومي مشرانو،ځوانانو،مدني فعالانو او د یاد ولایت ځايي اوسیدونکو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه ترسره کړه او سرتیري یې د دې خاورې رښتيني ساتونکي او اتلان وبلل.
نوموړې غونډه د سیمه ییز ارګانو خپلواکي ادارې ولسي ملاتړ برنامي لخوا د سرتیرو د مورال لوړونې،تشویق او هڅونې په موخه ( زموږ سرتیری زموږ اتل ) تر سرلیک لاندې هنري او تفریحي غونډه ترسره کړه.
په یاده ناسته کې د سیمه اییزو ارګانونو ولسي ملاتړ برنامې له لوري ۲۵۰ تنو سرتیرو ته ستاینلیکونه اوډالۍ ورکړې او د دوی له هڅو او قربانیو څخه یې مننه وکړه.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments