په هلمند او زابل ولایتونو کې ۴تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي

comments 0

2133 Views

هندوکش ــ هلمند: د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې دافغان هوايي ځواکونو په بریدونو کې ۲ طالب وسلوال وژل شوي دي.
دهلمند ولایت ځایی چارواکي وايي،په یادو علمیاتو کې د۲ طالب وسلوالو دوژل کیدو سربیره دیادې ترهګریزې ډلې دوسلو او مهماتو یوه ډیپوه هم دافغان ګډو ځواکونو په هوايی بریدونو کې له منځه تللې.
دیو بل خبر له مخې دزابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه هوايی بریدکې ۲تنه طالب وسلوال وژل شوي دي.
دزابل امنیتي چارواکي وايي، چې په یاد هوايي برید کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتې.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments