په هرات کې څه باندې زر د ممیزو خونې او ځينې نورې پروژې ګټې اخیستې ته وسپارل شوې

comments 0

1 Views

هندوکش ـ هرات: افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر په هرات کې څه باندې زر ممیز خونې، د کرنیزو محصولاتو د پروسس شپږ کرښې، د شیدې ټولولو پنځه مرکزونه او د اوبو لګولو یوه شبکه چې کارونه‌ یې بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو وې، پرانیستې دي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، چې انوارالحق احدي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د هرات له سوداګرو سره په کتنه کې د هرات د محصولاتو د صادراتو او ورته د بازار موندنې لپاره د زمینو برابرولو ژمنه هم کړې ده.
نوموړي وویل، د کرنې وزارت د افغاني محصولاتو د بازار موندنې لپاره په بېلابېلو هېوادونو کې نندارتونونه جوړ کړي او له دې لارې هڅه کوي چې افغاني محصولاتو ته بازار موندنه وکړي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments