په هرات کې زده کوونکواوښوونکو په ښوونځیو بریدونه په سختو تکو غندلي دي

comments 0

1 Views

هندوکش – هرات: دهرات ولایت زده کوونکو او ښوونکو په دې ورستیو کې دطالبانو له خوا په کابل ، غزني او نورو ولایتونو کې په ښوونځیو او زده کوونکو بریدونه په سختو ټکو غندلي دي،دوي وايي طالبان غواړي دپردیو په اشاره دهېواد معنوي شتمنۍ له منځه یوسي، همداراز دوي زیاتوي طالبان په ټولنه کې هيڅ ځاي نه لري اوپه ټو ل توان سره به دخپلو افغان سرتیرواو نظام ملاتړ ته دوام ورکړو،
یاسمین چې دیوه ښوونځی زده کوونکې ده وايي چې ما په ټولګي کې په تخته باندې دسولې کلمه لیکله چې خبره شوم چې طالبانو په غزني کې په یوه ښوونځي برید کړي او په برید کې دښوونځي سلګونه ماشومان شهیدان اوتپیان کړي ددې خبر په اوریدو سره خورا ناراحته شوم ،
دیوې زده کوونکې په توګه له طالبانو غواړم چې له جګړې لاس واخلي وژنو، چادونواو بې ګناه افغان وژنې ته دپاي ټکي کیږي او دولس غوښتنې په پام کې ونیسي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments