په هرات کې د کرونا دویروس د مخنیوي په پار د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

comments 0

1 Views

هندوکش ــ هرات: د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې ګڼ شمیر ځوانانو او روغتیايي کارکوونکو د یادې ولسوالۍ په بیځایه شوو کورنیو باندې ماسکونه او روغتیايي اړین توکي وویشل.
دغو ځوانانو او روغتیايي کارکوونکو د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د کرونا ویروس په اړه د عامې روغتیا وزارت د لارښوونو دعملي کولو سپارښتنه وکړه .
بل لوری په هرات ولایت کې دیني عالمانو او قومي مشرانو هم د یاد ویروس د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا د وزارت په لارښوونو تاکید کړی دی.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments