په هرات کې د وسلوالو طالبانو یو مهم قوماندان ونیول شو

comments 0

2446 Views

هندوکش ـ هرات: ملي دفاع وزارت په هرات ولایت کې د وسلوالو طالبانو د یوه وتلي، مهم او برجسته قوماندان د نیولو خبر ورکړی دی.
سرچینه وايي، قوماندان جمعه ګل چې د طالبانو یو وتلی او مهم قوماندان دی، د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.
ملي دفاع وزارت زیاتوي، قوماندان جمعه ګل تر دې وړاندې هم په پښتون زرغون ولسوالۍ کې په ګڼو ترهګرو بریدونو او چاودنو کې لاس درلود او اوس یې هم د بریدونو د زیاتولو پلان درلود.
بلخوا دفاع وزارت وایي، د بدخشان په مایمی ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره د یوه کلیدي غړي په ګډون ۶ طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments