په هرات کې د سولې په ملاتړ غونډه

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: سلګونو هېوادوالوپه هرات کې دسولې ملي حرکت په نوم غوڼده کې ګډون کړي وو،په غونډه کې ګډونوالو په طالبانو غږ وکړ، چې له افغان وژنې لاس واخلې او خپلې غوښتنې دخبرو له لارې حل کړي.
دغونډې یو ګډونوال حکمت الله وايي« مونږ به دهېواد ټولو ولایتونوته دسولې د راوستو او دخلکو دبسیج کولو لپاره سفر وکړو، ترڅو طالبان په دې پوه شي، چې دټول ملت هیله سوله او دجګړې پاي ته رسول دي»
دسولې دملي حرکت یو بل ګډونوال محمد عارف هلالي وايي«نور باید دخلکو وینه توینه نه شي طالبان باید دسولې او دخلکو غوښتنو ته لبیک وایي«‎»
یاده دې چې دسولې ملي حرکت څخه دهرات ولایت ښاریانو ملاتړکړي او دپوره همکارۍ ډاډیې ورکړي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments