په هرات کې د تیرې شپې برید له امله ۹۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: د هرات پر یوه جومات باندې ځانمرګې بړید له امله لسګونو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فرهاد جیلاني د والي ویاند وایي چې دا پيښه تېر ماښام هغه مهال رامنځته شوې چې دوو بریدګرو د هرات ښار د بکراباد په سیمه کې د جوادیه د اهل تشیع پر جومات برید کړی، یو یې ځان ته چاودنه ورکړې او بل یې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه پېښه کې ۲۹ کسه شهیدان شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.
د ولسمشرې مانۍ او اجرائیه ریاست نه په خپور شوي خبر کې برید غندل شوې او ویلي شوي دي چې په هېڅ دین او هېڅ مذهب کې پر مذهبي مقدسو ځاینو باندې برید جواز نه لري.
ویل کیږي چې د هرات والي خلکو ته سپارښتنه کړې چې له زغمه کار واخلي او د عامې روغتیا ریاست کارکوونکو ته یې د ټپیانو د عاجلې درملنې سپارښتنه هم کړې ده.
اوس هرات کې وضعیت عادي دې خو امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply