په هرات کې دولسمشرۍ ټاکنو دترسره کیدو لپاره لازم تدابیر په پام کې نیول شوي دي

comments 0

46 Views

هندوکش – هرات: دهرات والي دیوه ګډ خبرې کنفرانس په ترڅ کې دولسمشرۍ دتاکنو دترسره کیدو په خاطر بشپړ چمتو والي نیول شوي دي.
یاده غونډه په هرات ولایت کې دغوڅ ملاتړ ماموریت په دفتر کې جوړه شوي وه،په غونډه کې دهرات دوالي په ګډون کورنیو او بهرنیو نظامي او ملکي چارواکو هم په کې برخه اخیستې وه.
دغونډې په ترڅ کې دهرات والي عبدالقیوم رحیمي دافغان ځواکونو له سرښندنو څخه مننه کوي او له خلکو غواړي چې دیادې پروسې څخه ملاتړ او پراخ ګډون په کې وکړي.
په یاد خبرې کنفرانس کې دهرات ولایت دټاکنو رییس هم له خلکو سره ژمنه وکړه، چې مونږ به ستاسو پاکه رایه همداسې پاکه ساتو او دخلکو او هېواد په وړاندې به خپله دندې ته دوام ورکوو.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments